دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 260499
د پکتیکا زلزله ځپلي به ډېر ژر خپل کورونه ولري
ملګرو ملتونو په یوه ټویټ کې ویلي، چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یې له ۸۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي او ډېر ژر به ورته وسپارل شي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه دفتر نن (پنجشنبه، عقرب ۱۲) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه کورونه د زلزلې په وړاندې مقاومت لري.
 
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې دا کورونه به د واورو له اورېدو مخکې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.
 
څو مياشتې وړاندې د پکتيکا ولايت ګيان او برمل ولسوالۍ هم يوې خونړۍ زلزلې ولړزولې او د شمېرو له مخې په دې پېښه کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي وو.
 
په دې وروستیو میاشتو کې څو ځلې زلزلې دغه سیمه لړزولې ده.
 
https://avapress.com/vdcf1xd01w6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته