کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په رسنیو کې د عمران خان پر تصویر لګول شوي بندیز لغوه شو

15 عقرب 1401 ساعت 15:13

د پاکستان حکومت د دغه هېواد د رسنیو او مقرراتو ادارې ته امر کړی چې د تلویزوني چینلونو له لارې د عمران خان د مطبوعاتي کنفرانسونو پر خپرولو یا بیا نشرولو بندیز لیري کړي.


آوا: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هیواد د الکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې (پیمرا) ته امر کړی چې د تلویزوني چینلونو له لارې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د خبري کنفرانسونو پر نشرولو یا بیا نشرولو بندیز لیري کړي.
 
د پاکستان د الکترونیکي رسنیو او مقرراتو ادارې د تېرې جمعې په ورځ یو نوټس خپور کړ چې له مخې یې خبري چینلونه د عمران خان د مطبوعاتي کنفرانس له خپرولو منع کړل.
 
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخي،همران خان له ترورېستي حملې وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې عمران خان ادعا وکړه چې شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر او د پاکستان یو جګپوړی پوځي افسر د ده پر ضد په برید کې لاس لري او له هغوی یې وغوښتل چې د پېښې د عادلانه څېړنو لپاره سمدستي استعفا وکړي.
 
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو د وزيرې مريم اورنګزېب له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شهباز شريف د هېواد د رسنيو د څار ادارې ته امر کړى، چې د اساسي قانون د ١٩مې مادې (د بيان د ازادۍ) له مخې د قانوني غوښتنو د دوام ډاډ ورکړي.
 
هغه زیاته کړه: موږ په اساسي قانون کې پر دیموکراتیکو اصولو او د بیان پر ازادۍ باور لرو. د سیاسي مخالفینو، مشرانو، فعالانو او رسنیو بندیز د عمران خان منفي فکر او چلند دی. که عمران خان غواړي چې د خپلو سیاسي مخالفانو پر ضد خبرې وکړي، باید خبرې وکړي. زموږ پر ضد د عمران خان خبرې د خلکو غوږونو ته ورسوئ تر څو د دې ګواښ حقیقت روښانه شي.
 
عمران خان د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د اوسني پوځي حکومت پر ضد د یوه احتجاجي لاریون او د انتخاباتو د غوښتنې پر مهال وسله وال برید پري وشو.
 


د مطلب کود: 260607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260607/د-پاکستان-په-رسنیو-کې-عمران-خان-پر-تصویر-لګول-شوي-بندیز-لغوه-شو

آوا
  https://www.avapress.com