دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 260607
د پاکستان په رسنیو کې د عمران خان پر تصویر لګول شوي بندیز لغوه شو
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د رسنیو او مقرراتو ادارې ته امر کړی چې د تلویزوني چینلونو له لارې د عمران خان د مطبوعاتي کنفرانسونو پر خپرولو یا بیا نشرولو بندیز لیري کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هیواد د الکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې (پیمرا) ته امر کړی چې د تلویزوني چینلونو له لارې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د خبري کنفرانسونو پر نشرولو یا بیا نشرولو بندیز لیري کړي.
 
د پاکستان د الکترونیکي رسنیو او مقرراتو ادارې د تېرې جمعې په ورځ یو نوټس خپور کړ چې له مخې یې خبري چینلونه د عمران خان د مطبوعاتي کنفرانس له خپرولو منع کړل.
 
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخي،همران خان له ترورېستي حملې وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې عمران خان ادعا وکړه چې شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر او د پاکستان یو جګپوړی پوځي افسر د ده پر ضد په برید کې لاس لري او له هغوی یې وغوښتل چې د پېښې د عادلانه څېړنو لپاره سمدستي استعفا وکړي.
 
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو د وزيرې مريم اورنګزېب له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شهباز شريف د هېواد د رسنيو د څار ادارې ته امر کړى، چې د اساسي قانون د ١٩مې مادې (د بيان د ازادۍ) له مخې د قانوني غوښتنو د دوام ډاډ ورکړي.
 
هغه زیاته کړه: موږ په اساسي قانون کې پر دیموکراتیکو اصولو او د بیان پر ازادۍ باور لرو. د سیاسي مخالفینو، مشرانو، فعالانو او رسنیو بندیز د عمران خان منفي فکر او چلند دی. که عمران خان غواړي چې د خپلو سیاسي مخالفانو پر ضد خبرې وکړي، باید خبرې وکړي. زموږ پر ضد د عمران خان خبرې د خلکو غوږونو ته ورسوئ تر څو د دې ګواښ حقیقت روښانه شي.
 
عمران خان د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د اوسني پوځي حکومت پر ضد د یوه احتجاجي لاریون او د انتخاباتو د غوښتنې پر مهال وسله وال برید پري وشو.
 
https://avapress.com/vdcgzz9xuak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته