کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انرژۍ او اوبو وزارت دبريښنا رسولو دوي پروژي داوطلبۍ ته وړاندي کړ

15 عقرب 1401 ساعت 16:11

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د عامه ګټو دوې پروژې اعلان کړې.


آوا - کابل: په دغو پروژو کې په پکتیکا ولایت کې د ۱۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې بریښنا یوه پروژه او د جوزجان ولایت په خماب او قرقین ولسوالیو کې د برښنا رسولو پروژه شامله ده.
 
ملا عبداللطیف منصور؛ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په همدې موخه په جوړه شوې خبري ناسته کې د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې د دغه وزارت فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د اوبو او انرژۍ وزارت له طبیعي زیرمو څخه د ښې استفادې په برخه کې هڅې کوي. د انرژۍ د تولید او د اوبو د مدیریت په برخه کې یو ځانګړی پروګرام چمتو کړی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د دغه پروګرام پر بنسټ به د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د وزارت په پروژو کې د پانګونې زمينه برابره شي.
 
منصور د يادو شويو پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دغه دوه پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ازادې سيالۍ له لارې اعلان شوې دي.
 
هغه زياته کړه، د جوزجان ولايت په خماب او قرقين ولسواليو کې د برېښنا رسولو پروژه د ٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت او په پکتيکا ولايت کې د لس مېګاواټو په ظرفيت د لمريزې برېښنا يوه پروژه د لس ميليونو ډالرو په ارزښت جوړېږي.
 
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د پکتیکا ولایت د لمریزې برېښنا پروژه په څلورو پړاوونو کې پلې کېږي چې د دې پروژې لومړی فاز د ۲،۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې ارزښت یې ۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 


د مطلب کود: 260614

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260614/د-انرژۍ-او-اوبو-وزارت-دبريښنا-رسولو-دوي-پروژي-داوطلبۍ-ته-وړاندي-کړ

آوا
  https://www.avapress.com