دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 260614
د انرژۍ او اوبو وزارت دبريښنا رسولو دوي پروژي داوطلبۍ ته وړاندي کړ
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د عامه ګټو دوې پروژې اعلان کړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغو پروژو کې په پکتیکا ولایت کې د ۱۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې بریښنا یوه پروژه او د جوزجان ولایت په خماب او قرقین ولسوالیو کې د برښنا رسولو پروژه شامله ده.
 
ملا عبداللطیف منصور؛ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په همدې موخه په جوړه شوې خبري ناسته کې د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې د دغه وزارت فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د اوبو او انرژۍ وزارت له طبیعي زیرمو څخه د ښې استفادې په برخه کې هڅې کوي. د انرژۍ د تولید او د اوبو د مدیریت په برخه کې یو ځانګړی پروګرام چمتو کړی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د دغه پروګرام پر بنسټ به د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د وزارت په پروژو کې د پانګونې زمينه برابره شي.
 
منصور د يادو شويو پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دغه دوه پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ازادې سيالۍ له لارې اعلان شوې دي.
 
هغه زياته کړه، د جوزجان ولايت په خماب او قرقين ولسواليو کې د برېښنا رسولو پروژه د ٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت او په پکتيکا ولايت کې د لس مېګاواټو په ظرفيت د لمريزې برېښنا يوه پروژه د لس ميليونو ډالرو په ارزښت جوړېږي.
 
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د پکتیکا ولایت د لمریزې برېښنا پروژه په څلورو پړاوونو کې پلې کېږي چې د دې پروژې لومړی فاز د ۲،۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې ارزښت یې ۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
https://avapress.com/vdcez78wejh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته