کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت: محمود کرزی د یوې حقوقي ستونزې له امله له هېواده د وتلو منع شوی دی

17 عقرب 1401 ساعت 10:01

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د ښار جوړونې او کور جوړونې پخوانی وزیر محمود کرزی او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور د یوې «حقوقي مسئلې» له امله له هېواده د وتلو منع شوي دي.


آوا - کابل: ټاکل شوې وه چې محمود کرزی پرون له هېواده ووځی، خو د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې امنیتی ځواکونو د هغه د تګ مخه ونیوله.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون دوشنبه (عقرب ۱۶) رسنیو ته وویل چې د دغه پخواني چارواکي او د حامد کرزي د ورور د وتلو د بندیز موضوع له «سیاسي مسایلو» سره هیڅ تړاو نه لري.
 
محمود کرزى په کندهار ښار کې د "عينو مېنې" د استوګنې له خاوندانو څخه دى او د "افکو شرکت" مسؤل هم دى. د راپورونو له مخې ښاغلی کرزی په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په کندهار کې اوسېده.
 
حکومتي چارواکو د محمود کرزي د حقوقي مسئلې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د افغان حکومت دغه پخوانی چارواکی د عبدالحمید هلمندي په نوم له یوه کس، د هغه له یوه سوداګریز شریک او یوه سهم لرونکي سره په قانوني شخړه کې لاس لري.
 
محمود کرزی د خپل ورور حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د کابل بانک یو له سهم لرونکو څخه و. کله چې په ۲۰۱۰ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت له کابل بانک څخه د ۹۲۵ میلیونو ډالرو د ایستل کېدو په اړه وضاحت وغوښت، دغه بانک له کاره لوېدلی او چارې یې د هغه مهال د حکومت په واک کې شوې دي.
 
د حامد کرزي ورور محمود کرزی او د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال قسیم فهیم ورور حسین فهیم هم د کابل بانک په قضیه کې ښکیل وو.
 


د مطلب کود: 260677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260677/اسلامي-امارت-محمود-کرزی-د-یوې-حقوقي-ستونزې-له-امله-هېواده-وتلو-منع-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com