دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 260677
اسلامي امارت: محمود کرزی د یوې حقوقي ستونزې له امله له هېواده د وتلو منع شوی دی
د اسلامي امارت چارواکي وايي، د ښار جوړونې او کور جوړونې پخوانی وزیر محمود کرزی او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور د یوې «حقوقي مسئلې» له امله له هېواده د وتلو منع شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ټاکل شوې وه چې محمود کرزی پرون له هېواده ووځی، خو د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې امنیتی ځواکونو د هغه د تګ مخه ونیوله.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون دوشنبه (عقرب ۱۶) رسنیو ته وویل چې د دغه پخواني چارواکي او د حامد کرزي د ورور د وتلو د بندیز موضوع له «سیاسي مسایلو» سره هیڅ تړاو نه لري.
 
محمود کرزى په کندهار ښار کې د "عينو مېنې" د استوګنې له خاوندانو څخه دى او د "افکو شرکت" مسؤل هم دى. د راپورونو له مخې ښاغلی کرزی په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په کندهار کې اوسېده.
 
حکومتي چارواکو د محمود کرزي د حقوقي مسئلې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د افغان حکومت دغه پخوانی چارواکی د عبدالحمید هلمندي په نوم له یوه کس، د هغه له یوه سوداګریز شریک او یوه سهم لرونکي سره په قانوني شخړه کې لاس لري.
 
محمود کرزی د خپل ورور حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د کابل بانک یو له سهم لرونکو څخه و. کله چې په ۲۰۱۰ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت له کابل بانک څخه د ۹۲۵ میلیونو ډالرو د ایستل کېدو په اړه وضاحت وغوښت، دغه بانک له کاره لوېدلی او چارې یې د هغه مهال د حکومت په واک کې شوې دي.
 
د حامد کرزي ورور محمود کرزی او د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال قسیم فهیم ورور حسین فهیم هم د کابل بانک په قضیه کې ښکیل وو.
 
https://avapress.com/vdcd5z0x5yt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته