کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد له زندانونو د ۳۰ بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ

17 عقرب 1401 ساعت 13:04

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د اعلامیې له مخې، د دغه هېواد په هلو ځلو د دغه هېواد ۳۰ اتباع چې د کراچۍ په زندانونو کې بندیان وو، خوشې شوي دي.


آوا: دغه افغان اتباع د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۱۶ مه د پاکستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته انتقال شول.
 
دغه شمېر افغان اتباع د پاکستان د پولیسو له خوا د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي دي.
 
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، دغه کسان د ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.
 
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغانان د پاکستان په زندانونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
 


د مطلب کود: 260709

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260709/په-پاکستان-کې-د-افغانستان-سفارت-دغه-هېواد-له-زندانونو-۳۰-بندیانو-خوشې-کېدو-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com