دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 260709
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد له زندانونو د ۳۰ بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د اعلامیې له مخې، د دغه هېواد په هلو ځلو د دغه هېواد ۳۰ اتباع چې د کراچۍ په زندانونو کې بندیان وو، خوشې شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه افغان اتباع د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۱۶ مه د پاکستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته انتقال شول.
 
دغه شمېر افغان اتباع د پاکستان د پولیسو له خوا د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي دي.
 
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، دغه کسان د ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.
 
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغانان د پاکستان په زندانونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
 
https://avapress.com/vdcjyye8huqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته