کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خواف - هرات ریل پټلۍ به په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي

18 عقرب 1401 ساعت 14:01

د هېواد د اورګاډي د ادارې مسؤلین وايي، د خواف - هرات ترمنځ لاره به په دوو اونیو کې پرانیستل شي.


آوا: د دې ادارې چارواکي وايي چې په راتلونکو ورځو کې به د دغې ادارې یو پلاوی د دغې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ د پیلولو په هدف ایران ته ولاړ شي.
 
د اوسپنې پټلۍ وزارت ویاند عبدالسمیع درانی وايي: په راتلونکو څو ورځو کې به یو پلاوی ایران ته ولاړ شي او د رېل پټلۍ د همکاریو، د لېږد رالېږد د پیل په ګډون پر مشخصو موضوعاتو خبرې وکړي او درېیمه موضوع به د اورګاډي د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړي.
 
په ورته وخت کې د صنایعو او کانونو خونه د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ د سوداګریزو توکو د بیو د راټیټولو په برخه کې مهم ګڼي. دغه خونه وايي، چې د کم لګښت ترڅنګ سوداګريز توکي په لنډ وخت کې افغانستان ته رسېږي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: دا به زموږ د مالونو په لېږد رالېږد کې د وخت او لګښت په کموالي، په تېره بیا ایران ته د افغانستان د کانونو د صادراتو او زموږ د مالونو د لېږد په برخه کې اغېزمن تمام شي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: "دا کار به د صادراتو او وارداتو لګښتونه کم کړي او هم به د سړکونو د استهلاک کیدو مخه ونیسي."
 
اوس مهال افغانستان درې فعاله اورګاډي لري چې صادراتي او وارداتي توکي د هرات، اقينې او تورغونډۍ له لارې لېږدول کېږي.
 


د مطلب کود: 260759

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260759/د-خواف-هرات-ریل-پټلۍ-په-نږدې-راتلونکي-کې-پرانیستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com