دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 260759
د خواف - هرات ریل پټلۍ به په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي
د هېواد د اورګاډي د ادارې مسؤلین وايي، د خواف - هرات ترمنځ لاره به په دوو اونیو کې پرانیستل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د دې ادارې چارواکي وايي چې په راتلونکو ورځو کې به د دغې ادارې یو پلاوی د دغې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ د پیلولو په هدف ایران ته ولاړ شي.
 
د اوسپنې پټلۍ وزارت ویاند عبدالسمیع درانی وايي: په راتلونکو څو ورځو کې به یو پلاوی ایران ته ولاړ شي او د رېل پټلۍ د همکاریو، د لېږد رالېږد د پیل په ګډون پر مشخصو موضوعاتو خبرې وکړي او درېیمه موضوع به د اورګاډي د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړي.
 
په ورته وخت کې د صنایعو او کانونو خونه د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ د سوداګریزو توکو د بیو د راټیټولو په برخه کې مهم ګڼي. دغه خونه وايي، چې د کم لګښت ترڅنګ سوداګريز توکي په لنډ وخت کې افغانستان ته رسېږي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: دا به زموږ د مالونو په لېږد رالېږد کې د وخت او لګښت په کموالي، په تېره بیا ایران ته د افغانستان د کانونو د صادراتو او زموږ د مالونو د لېږد په برخه کې اغېزمن تمام شي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: "دا کار به د صادراتو او وارداتو لګښتونه کم کړي او هم به د سړکونو د استهلاک کیدو مخه ونیسي."
 
اوس مهال افغانستان درې فعاله اورګاډي لري چې صادراتي او وارداتي توکي د هرات، اقينې او تورغونډۍ له لارې لېږدول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcen78wojh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته