کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران استازي په افغانستان کې د امنیت د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ

18 عقرب 1401 ساعت 15:04

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي او په افغانستان کې یې د امنیت پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.


آوا: د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د یو ټویټ په خپرولو سره پاکستان ته د خپل سفر او د دغه هیواد له چارواکو سره د کتنې خبر ورکړی دی.
 
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، چې په دې ناسته کې یې ټینګار کړی، چې "په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی".
 
په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي هم په خپل ټوېټ کې ویلي، چې امریکا او ځینې ملګري هېوادونه یې په سیمه کې د بې ثباتۍ بنسټ دي.
 


د مطلب کود: 260770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260770/د-ایران-استازي-په-افغانستان-کې-امنیت-رامنځته-کولو-پر-اړتیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com