دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 260770
د ایران استازي په افغانستان کې د امنیت د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي او په افغانستان کې یې د امنیت پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د یو ټویټ په خپرولو سره پاکستان ته د خپل سفر او د دغه هیواد له چارواکو سره د کتنې خبر ورکړی دی.
 
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، چې په دې ناسته کې یې ټینګار کړی، چې "په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی".
 
په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي هم په خپل ټوېټ کې ویلي، چې امریکا او ځینې ملګري هېوادونه یې په سیمه کې د بې ثباتۍ بنسټ دي.
 
https://avapress.com/vdchqvniv23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته