کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې هر کال زرګونه کسان د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو قرباني کېږي

19 عقرب 1401 ساعت 14:25

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو موجودیت د افغانستان د وګړو لپاره جدي خطر دی. دغې کمیټې ویلي دي چې دا ډول وسلې هر کال په افغانستان کې په زرګونو قربانی اخلي.


آوا: په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې هر کال په دغه هېواد کې زرګونه کسان د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو قرباني کېږي.
 
دغې کمیټې ټینګار کړی چې د دغو وسلو پاکول اړین دي.
 
د سره صليب نړيوالې کمېټې د يونس په نوم د يوه تن عکس چې د ماين د چاودنې له قربانيانو څخه دى، خپور کړى او ليکلي يې دي: هغه يو کال مخکې په خوست ولايت کې خپله پښه له لاسه ورکړه.
 
یونس په کابل کې د سره صلیب د فزیکي بیارغونې په مرکز کې مصنوعي پښه ترلاسه کړه.
 
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناچاودو ماينونو چاودنې تل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
 
ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو ککړه ده.
 
څه موده وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې ويلي وو، چې په افغانستان کې ماينونه او چاودېدونکي توکي د دغه هېواد د وګړو لپاره جدي ګواښ دى.
 
د دې کمیټې په وینا، د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتي راهیسې د دغو وسلو له امله د ټپیانو او مړینې کچه لوړه شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د څه باندې څلوېښتو کلونو د پرله پسې جګړو له امله هر کال د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د خطرونو په برخه کې یو له ککړو هېوادونو څخه بلل کېږي.
 


د مطلب کود: 260820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260820/په-افغانستان-کې-کال-زرګونه-کسان-د-ماینونو-او-ناچاودېدونکو-توکو-قرباني-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com