دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 260820
په افغانستان کې هر کال زرګونه کسان د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو قرباني کېږي
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو موجودیت د افغانستان د وګړو لپاره جدي خطر دی. دغې کمیټې ویلي دي چې دا ډول وسلې هر کال په افغانستان کې په زرګونو قربانی اخلي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې هر کال په دغه هېواد کې زرګونه کسان د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو قرباني کېږي.
 
دغې کمیټې ټینګار کړی چې د دغو وسلو پاکول اړین دي.
 
د سره صليب نړيوالې کمېټې د يونس په نوم د يوه تن عکس چې د ماين د چاودنې له قربانيانو څخه دى، خپور کړى او ليکلي يې دي: هغه يو کال مخکې په خوست ولايت کې خپله پښه له لاسه ورکړه.
 
یونس په کابل کې د سره صلیب د فزیکي بیارغونې په مرکز کې مصنوعي پښه ترلاسه کړه.
 
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناچاودو ماينونو چاودنې تل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
 
ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو ککړه ده.
 
څه موده وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې ويلي وو، چې په افغانستان کې ماينونه او چاودېدونکي توکي د دغه هېواد د وګړو لپاره جدي ګواښ دى.
 
د دې کمیټې په وینا، د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتي راهیسې د دغو وسلو له امله د ټپیانو او مړینې کچه لوړه شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د څه باندې څلوېښتو کلونو د پرله پسې جګړو له امله هر کال د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د خطرونو په برخه کې یو له ککړو هېوادونو څخه بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcdxz0xzyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته