کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې لسګونه بې جوازه درملتونونه وتړل شوې

21 عقرب 1401 ساعت 10:37

د تخار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر ۴۰ ډېر درملتونونه او له جواز پرته د معایناتو خوني تړلې دي.


آوا - مزارشریف: د تخار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د روغتیایی قوانینو د څېړنې او تطبیق په ترڅ کې، په تېره یوه میاشت کې ۴۲ درملتونونه د روغتیايي قوانینو د نه مراعات کولو او جواز د نه درلودولو له امله تړل شوي دي.
 
دتخار ولايت دعامې روغتيا رئيس عبدالقهار احمدي آوا ته وويل: دغه بهير دتخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د روغتيايي قوانينو دښه تطبيق په مقصد دوام لري.
 
نوموړي همدا راز خبرداری ورکړ، چې له روغتیايي قوانینو سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.
 


د مطلب کود: 260845

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260845/په-تخار-کې-لسګونه-بې-جوازه-درملتونونه-وتړل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com