دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 260845
په تخار کې لسګونه بې جوازه درملتونونه وتړل شوې
د تخار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر ۴۰ ډېر درملتونونه او له جواز پرته د معایناتو خوني تړلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د روغتیایی قوانینو د څېړنې او تطبیق په ترڅ کې، په تېره یوه میاشت کې ۴۲ درملتونونه د روغتیايي قوانینو د نه مراعات کولو او جواز د نه درلودولو له امله تړل شوي دي.
 
دتخار ولايت دعامې روغتيا رئيس عبدالقهار احمدي افغان غږ خبری آژانس ته وويل: دغه بهير دتخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د روغتيايي قوانينو دښه تطبيق په مقصد دوام لري.
 
نوموړي همدا راز خبرداری ورکړ، چې له روغتیايي قوانینو سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.
 
https://avapress.com/vdcaywnum49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته