کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې له پوځي زده کړو وروسته ۲۵۰ امنیتي ځواکونه فارغ شول

22 عقرب 1401 ساعت 13:33

په تخار کې د لومړي ځل لپاره ۲۵۰ امنیتي ځواکونه له ۷۰ ورځني پوځي روزنیز کورس څخه فارغ شول.


آوا - مزارشریف: دغه سرتیري د شنبه په ورځ د عقرب په ۲۱ مه د بدخشان ولایت د ۲۱۹ عمری فرقي څخه د ۷۰ ورځني روزنیز کورس څخه د پوځ د لوی درستیز په حضور کې فارغ شول.
 
فصیح الدین فطرت؛ په ملي دفاع وزارت کې د وسله والو ځواکونو لوى درستيز د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وويل: له ٤٣ کلنې جګړې وروسته په هېواد کې امنيت ټينګ شوى او د هېواد مشري د افغانستان د بچيانو په لاس کې ده. هیڅ بهرنی هیواد د اسلامي امارت په چارو کې لاسوهنه نه کوي؛ خو دښمن لا هم دسیسې کوي.
 
نوموړي له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د امنيت په تامين، د اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې کار وکړي او هيڅ ډول تخريب کوونکي او دسيسو ته اجازه ورنکړي، چې امنيت ګډوډ کړي.
 
تورن جنرال حاجي زاده؛ د ۲۱۹ عمری فرقې د ښوونیز مرکز قوماندان عمر الطلح هم وویل: دغه ځواکونه له افسرانو او ملکي څانګو څخه خپلواک دي، او جنګي تکتیکونه، د وسلو بیلابیل ډولونه، مخابراتي او ځیني مضامین چې د یو سرتیري لپاره اړین دي، دوی دا تخنیکونه زده کړي او د جګړې په ډګر کې وکاروي.
 
ده وویل چې دغه روزل شوي ځواکونه به د بدخشان په بېلابېلو نظامي قطعاتو او د هېواد په هره برخه کې چې د اسلامي امارت د نظام پر ضد دسیسې کوي کار واخلي.
 


د مطلب کود: 260889

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260889/په-بدخشان-کې-له-پوځي-زده-کړو-وروسته-۲۵۰-امنیتي-ځواکونه-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com