دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 260889
په بدخشان کې له پوځي زده کړو وروسته ۲۵۰ امنیتي ځواکونه فارغ شول
په تخار کې د لومړي ځل لپاره ۲۵۰ امنیتي ځواکونه له ۷۰ ورځني پوځي روزنیز کورس څخه فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: دغه سرتیري د شنبه په ورځ د عقرب په ۲۱ مه د بدخشان ولایت د ۲۱۹ عمری فرقي څخه د ۷۰ ورځني روزنیز کورس څخه د پوځ د لوی درستیز په حضور کې فارغ شول.
 
فصیح الدین فطرت؛ په ملي دفاع وزارت کې د وسله والو ځواکونو لوى درستيز د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وويل: له ٤٣ کلنې جګړې وروسته په هېواد کې امنيت ټينګ شوى او د هېواد مشري د افغانستان د بچيانو په لاس کې ده. هیڅ بهرنی هیواد د اسلامي امارت په چارو کې لاسوهنه نه کوي؛ خو دښمن لا هم دسیسې کوي.
 
نوموړي له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د امنيت په تامين، د اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې کار وکړي او هيڅ ډول تخريب کوونکي او دسيسو ته اجازه ورنکړي، چې امنيت ګډوډ کړي.
 
تورن جنرال حاجي زاده؛ د ۲۱۹ عمری فرقې د ښوونیز مرکز قوماندان عمر الطلح هم وویل: دغه ځواکونه له افسرانو او ملکي څانګو څخه خپلواک دي، او جنګي تکتیکونه، د وسلو بیلابیل ډولونه، مخابراتي او ځیني مضامین چې د یو سرتیري لپاره اړین دي، دوی دا تخنیکونه زده کړي او د جګړې په ډګر کې وکاروي.
 
ده وویل چې دغه روزل شوي ځواکونه به د بدخشان په بېلابېلو نظامي قطعاتو او د هېواد په هره برخه کې چې د اسلامي امارت د نظام پر ضد دسیسې کوي کار واخلي.
 
https://avapress.com/vdcivuar3t1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته