کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خصوصي رسنیو پیاوړتیا ته ژمن دی

22 عقرب 1401 ساعت 13:37

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر د خصوصي رسنیو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.


آوا - کابل: مل پاسوال خیرالله خیرخواه په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل، وزارت هڅه کوي چې د دولتي رسنیو ترڅنګ خصوصي رسنۍ هم پیاوړې او دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
ښاغلي خيرخواه وويل، چې په ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين بايد خلکو ته پر وخت معلومات ورکړي، د مطالعې کلتور ته وده ورکړي او د ځوانانو د پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته ډېری خصوصي رسنۍ د اقتصادي وضعیت له امله وتړل شوې او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې روزګاره شوي او یا هم له هېواده وتلي.
 


د مطلب کود: 260890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260890/د-اطلاعاتو-او-کلتور-وزارت-خصوصي-رسنیو-پیاوړتیا-ته-ژمن-دی

آوا
  https://www.avapress.com