دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 260890
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خصوصي رسنیو پیاوړتیا ته ژمن دی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر د خصوصي رسنیو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مل پاسوال خیرالله خیرخواه په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل، وزارت هڅه کوي چې د دولتي رسنیو ترڅنګ خصوصي رسنۍ هم پیاوړې او دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
ښاغلي خيرخواه وويل، چې په ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين بايد خلکو ته پر وخت معلومات ورکړي، د مطالعې کلتور ته وده ورکړي او د ځوانانو د پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته ډېری خصوصي رسنۍ د اقتصادي وضعیت له امله وتړل شوې او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې روزګاره شوي او یا هم له هېواده وتلي.
 
https://avapress.com/vdcaownuw49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته