کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينې لس غوره نوماندان وستایل شول

22 عقرب 1401 ساعت 16:50

د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينې لس غوره نوماندان وستایل شول.


آوا: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور مرکز د معلوماتو له مخې، سلیمان د غلام جیلاني زوی د هرات ولایت د سږني کال د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی دی.
 
همدارنګه محمد شبیر د نذیر حسین زوی د کابل او هدایت الله د عبدالمنان زوی د هرات ولایت د کانکور په ازموینه کې دوهم او دریم مقام خپل کړی دی.
 
لومړی او دریم مقام د هرات طبي پوهنتون ته او دوهم مقام د کابل طبي پوهنتون ته داخل شوی دی.
 
په سږني ازموينه کې له لومړي څخه تر لسم پورې کومه نجلۍ نشته.
 
د افغانستان په سږني ملي ازموينه کې له ۱۰۶۰۰۰ څخه زياتو هلکانو او نجونو برخه اخيستې وه چې له دې جملې څخه ۸۶۰۰۰ يې ومنل شول.
 
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور د مرکز رئیس انعام الله سمنګاني په وینا، د ۱۴۰۱ کانکور ازموینې پایلې د ازموینې له وروستي پړاو څخه یوازې دوه اونۍ وروسته اعلان شوې.
 
په افغانستان کې د کانکور ملي ازموینه د میزان د میاشتې له ۱۴ نیټې څخه د دریو ورځو لپاره پیل شوه.
 


د مطلب کود: 260913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260913/د-۱۴۰۱-کال-کانکور-ازموينې-لس-غوره-نوماندان-وستایل-شول

آوا
  https://www.avapress.com