دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 260913
د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينې لس غوره نوماندان وستایل شول
د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينې لس غوره نوماندان وستایل شول.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور مرکز د معلوماتو له مخې، سلیمان د غلام جیلاني زوی د هرات ولایت د سږني کال د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی دی.
 
همدارنګه محمد شبیر د نذیر حسین زوی د کابل او هدایت الله د عبدالمنان زوی د هرات ولایت د کانکور په ازموینه کې دوهم او دریم مقام خپل کړی دی.
 
لومړی او دریم مقام د هرات طبي پوهنتون ته او دوهم مقام د کابل طبي پوهنتون ته داخل شوی دی.
 
په سږني ازموينه کې له لومړي څخه تر لسم پورې کومه نجلۍ نشته.
 
د افغانستان په سږني ملي ازموينه کې له ۱۰۶۰۰۰ څخه زياتو هلکانو او نجونو برخه اخيستې وه چې له دې جملې څخه ۸۶۰۰۰ يې ومنل شول.
 
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور د مرکز رئیس انعام الله سمنګاني په وینا، د ۱۴۰۱ کانکور ازموینې پایلې د ازموینې له وروستي پړاو څخه یوازې دوه اونۍ وروسته اعلان شوې.
 
په افغانستان کې د کانکور ملي ازموینه د میزان د میاشتې له ۱۴ نیټې څخه د دریو ورځو لپاره پیل شوه.
 
https://avapress.com/vdcgqz9xwak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته