کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي ځواکونه قطر ته د نړیوال جام د امنیت د برابرولو په موخه راورسېدل

22 عقرب 1401 ساعت 16:54

امريکايي ځواکونه نن (يکشنبه، عقرب ۲۲) د نړيوال جام د امنيت د برابرولو په موخه د قطر پلازمېنې ته راورسیدل.


آوا: امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۲ نړیوال جام د امنیت د تامین په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته رارسیدلي دي.
 
د الخلیج الجدید د راپور له مخې، د قطر د دفاع وزارت پرون (شنبه، عقرب ۲۱) ټینګار وکړ چې د امریکايي پوځیانو راتګ د ګډو همکاریو د هغه تړون یوه برخه ده چې دغه وزارت له دوستو هېوادونو سره لاسلیک کړی دی.
 
په تېرو ورځو کې د انګلستان، ترکیې او ایټالیا په ګډون د ۱۳ هېوادونو امنیتي ځواکونه د فوټبال د نړۍ د سترې سیالۍ د امنیت په ټینګښت کې د ګډون په موخه قطر ته ورسېدل.
 


د مطلب کود: 260915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260915/امریکايي-ځواکونه-قطر-ته-د-نړیوال-جام-امنیت-برابرولو-په-موخه-راورسېدل

آوا
  https://www.avapress.com