کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام؛

د هیواد د لیرې پرتو سیمو لپاره کافي خوراکي توکي زیرمه کړي

24 عقرب 1401 ساعت 10:08

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) اعلان کړی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ژوند کولو لپاره کافي خوراکي زېرمې شته.


آوا: دغه سازمان دوشنبه (عقرب ۲۳) وویل چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي چې په ژمي کې د لارو د بندېدو پر مهال ترې ګټه واخیستل شي.
 
دا سازمان وايي هغه کورنۍ چې خپل وسایل یې ختم کړي په راتلونکي کې به سخت ژمي ولري.
 
په همدې حال کې د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په راتلونکي ژمي کې به شاوخوا شل ميليونه خلک کافي خوراکي توکو ته لاسرسى ونه لري.
 


د مطلب کود: 260960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260960/د-هیواد-لیرې-پرتو-سیمو-لپاره-کافي-خوراکي-توکي-زیرمه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com