دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 260960
د هیواد د لیرې پرتو سیمو لپاره کافي خوراکي توکي زیرمه کړي
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) اعلان کړی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ژوند کولو لپاره کافي خوراکي زېرمې شته.
افغان غږ خبری آژانس: دغه سازمان دوشنبه (عقرب ۲۳) وویل چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي چې په ژمي کې د لارو د بندېدو پر مهال ترې ګټه واخیستل شي.
 
دا سازمان وايي هغه کورنۍ چې خپل وسایل یې ختم کړي په راتلونکي کې به سخت ژمي ولري.
 
په همدې حال کې د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په راتلونکي ژمي کې به شاوخوا شل ميليونه خلک کافي خوراکي توکو ته لاسرسى ونه لري.
 
https://avapress.com/vdciquarut1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته