کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد په هوايي حریم کې د الوتنو د زیاتوالي اعلان وکړ

24 عقرب 1401 ساعت 13:13

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د تېرو شپږو میاشتو په پرتله د هېواد له اسمان څخه د تېرېدو د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی اعلان کړی دی.


آوا: د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي زیاتوي، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له آسمان څخه د الوتنو شمېر له پنځوسو او اویا تر منځ وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.
 
امام الدین احمدي خبریالانو ته وویل: اوس مهال ترانزیتي الوتنې د ۸۰ او ۱۰۰ تر منځ دي او دا الوتنې د اوس لپاره عادي دي، خو د دې د ښه والي لپاره موږ کار کوو چې تجهیزات زیات کړو او د ملکي الوتنو لپاره نور خدمات وړاندې کړو.
 
د دغه وزارت د ویاند په خبره، د متحده عربي اماراتو له GAAC شرکت سره د ځمکني خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له اسمان څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
 
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان له آسمان څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او د هوايي ترانزیت برخې ته باید پاملرنه وشي.
 
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل: "د افغانستان بې ساري وضعیت ته په کتو، موږ کولای شو خپل هوايي ترانزیټ پیاوړی کړو او افغانستان د هوايي ترانزیت ستراتیژیک لاره وګرځوو."
 
خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د تېرو کلونو په پرتله د هېواد له آسمان څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی او لامل یې پر هېواد د بندیزونو لګول دي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وايي: " الوتنې خپل حد ته رسېدلې دي او لامل یې د افغان حکومت له خوا د محدودیتونو لګول دي، چې تر اوسه نه دي پیژندل شوي."
 
د جمهوري رژيم تر نسکورېدو وړاندې په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ الوتکې د افغانستان د هوايي حریم څخه تېرېدې او افغانستان له هرې الوتکې څخه ۷۰۰ ډالر ترلاسه کول.
 


د مطلب کود: 260968

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260968/د-ترانسپورت-او-هوايي-چلند-وزارت-هېواد-په-حریم-کې-الوتنو-زیاتوالي-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com