دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 260968
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد په هوايي حریم کې د الوتنو د زیاتوالي اعلان وکړ
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د تېرو شپږو میاشتو په پرتله د هېواد له اسمان څخه د تېرېدو د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي زیاتوي، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له آسمان څخه د الوتنو شمېر له پنځوسو او اویا تر منځ وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.
 
امام الدین احمدي خبریالانو ته وویل: اوس مهال ترانزیتي الوتنې د ۸۰ او ۱۰۰ تر منځ دي او دا الوتنې د اوس لپاره عادي دي، خو د دې د ښه والي لپاره موږ کار کوو چې تجهیزات زیات کړو او د ملکي الوتنو لپاره نور خدمات وړاندې کړو.
 
د دغه وزارت د ویاند په خبره، د متحده عربي اماراتو له GAAC شرکت سره د ځمکني خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له اسمان څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
 
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان له آسمان څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او د هوايي ترانزیت برخې ته باید پاملرنه وشي.
 
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل: "د افغانستان بې ساري وضعیت ته په کتو، موږ کولای شو خپل هوايي ترانزیټ پیاوړی کړو او افغانستان د هوايي ترانزیت ستراتیژیک لاره وګرځوو."
 
خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د تېرو کلونو په پرتله د هېواد له آسمان څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی او لامل یې پر هېواد د بندیزونو لګول دي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وايي: " الوتنې خپل حد ته رسېدلې دي او لامل یې د افغان حکومت له خوا د محدودیتونو لګول دي، چې تر اوسه نه دي پیژندل شوي."
 
د جمهوري رژيم تر نسکورېدو وړاندې په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ الوتکې د افغانستان د هوايي حریم څخه تېرېدې او افغانستان له هرې الوتکې څخه ۷۰۰ ډالر ترلاسه کول.
 
https://avapress.com/vdcg3z9x7ak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته