کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان والي په کندهار کې اسلامی امارت له مشر سره وکتل

25 عقرب 1401 ساعت 15:50

د بدخشان والي او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو کندهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې له ملا هبت الله آخندزاده سره وکتل.


آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وایي: د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور د اسلامي امارت له مشر ملا هبت الله آخندزاده سره لیدلي.
 
دبدخشان والي داسلامي امارت د مشر په شتون کې په بيلابيلو موضوعاتو لکه دفيض آباد ښار دبريښنا دبيې په ټاکلو او تطبيق ، دمرکزي ولايتي روغتون دجوړولو او په پاميرونو کې د ميشتو قومونو د ستونزو دحل په باب خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې ملا هبت الله اخندزاده د بدخشان له والي څخه د مننې ترڅنګ د نورو خدمتونو په ځانګړي ډول په امنیتي او ټولنیزو برخو کې د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
 
په دې سفر کې د بدخشان له والي سره د اطلاعاتو او فرهنګ، استناف څارنوالۍ، پوهنې، احصایې، د جرم ولسوالۍ امنیه قوماندان او د بهارک، کشم، کران او منجان ولسوالیو ولسوالانو ملتیا کوله.
 


د مطلب کود: 261023

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261023/د-بدخشان-والي-په-کندهار-کې-اسلامی-امارت-له-مشر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com