کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ د زعفرانو حاصلات ۳۰۰ کیلوګرامو ته رسېږي

26 عقرب 1401 ساعت 11:50

په داسې حال کې چې د زعفرانو د حاصل فصل په نېږدې کېدو دی، د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو ۳۰۰ کیلو ګرامه حاصلات راټول شي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - مزارشریف: له هرات وروسته بلخ په هیواد کې د زعفرانو دوهم تولیدوونکی ولایت دی او سږ کال یې د زعفرانو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.
 
د بلخ د کرنې او اوبو لګونې ریاست د کرنې د ترویج رئیس محمد حسین عظیمي نن (پنجشنبه د لړم ۲۶مه) آوا ته وویل: سږ کال په بلخ کې پر ۱۲۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي.
 
د عظيمي په وينا، تېر کال په دغه ولايت کې ٢٠٠ کيلوګرامه زغفران توليد شوي وو، چې د سږ کال ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.
 
هر کیلو زعفران په کورنیو بازارونو کې له ۶۰ تر ۸۰ زره افغانیو پلورل کېږي او د بلخ د کرنې ریاست د شمېرو له مخې، د دغه ولایت په شولګر، دهدادي او دولت اباد ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کسان د زعفرانو په کښت بوخت دي.
 
عظيمي زياته کړه چې د بلخ زعفران ښه کيفيت لري. خو د دغه ولایت کروندګر د بازار له نشتوالي شکایت کوي.
 
د بلخ د کرنې ریاست د کرنې د ترویج رئیس له سوداګرو وغوښتل چې د دغه بوټي د صادراتو زمینه برابره کړي.
 
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، څو کاله وړاندې د دغه ولایت زعفران تر ډېره چین، هند، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادرېدل. دا نبات د خپل مادي ارزښت له امله د سرو زرو په نوم پیژندل کیږي.
 
په بلخ کې د زعفران کښت له ۲۰۰۷ کال کي راپیل شو. بزګران د کوکنارو د کرلو پر ځای زعفرانو ته مخه کړه. د کرنې ریاست لخوا یو شمیر بزګرانو په ځانګړې توګه ښځینه بزګرانو ته د زعفرانو د کښت او حاصل د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوې ده.
 


د مطلب کود: 261062

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261062/د-بلخ-زعفرانو-حاصلات-۳۰۰-کیلوګرامو-ته-رسېږي

آوا
  https://www.avapress.com