کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاناډا له پاکستان څخه ۳۲۴ افغان کډوال انتقال کړل

26 عقرب 1401 ساعت 13:21

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د لېږد د بهیر په دوام د کاناډا د کډوالۍ وزیر وايي، ۳۲۴ نور کډوال د یوې ځانګړې الوتکې په مرسته کاناډا ته لېږدول شوي دي.


آوا: د کاناډا د کډوالي وزیر شان فریزر په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې وروستیو کې ۳۲۴ افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته لیږدول شوي دي.
 
نوموړي وویل، تر اوسه له پاکستان څخه کاناډا ته د افغان اتباعو د لېږد ۱۹ پروازونه ترسره شوي دي.
 
د کاناډا د کډوالي وزیر زیاته کړه چې تر اوسه څه باندې ۲۴ زره افغانان کاناډا ته انتقال شوي دي.
 


د مطلب کود: 261069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261069/کاناډا-له-پاکستان-څخه-۳۲۴-افغان-کډوال-انتقال-کړل

آوا
  https://www.avapress.com