دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 261069
کاناډا له پاکستان څخه ۳۲۴ افغان کډوال انتقال کړل
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د لېږد د بهیر په دوام د کاناډا د کډوالۍ وزیر وايي، ۳۲۴ نور کډوال د یوې ځانګړې الوتکې په مرسته کاناډا ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کاناډا د کډوالي وزیر شان فریزر په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې وروستیو کې ۳۲۴ افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته لیږدول شوي دي.
 
نوموړي وویل، تر اوسه له پاکستان څخه کاناډا ته د افغان اتباعو د لېږد ۱۹ پروازونه ترسره شوي دي.
 
د کاناډا د کډوالي وزیر زیاته کړه چې تر اوسه څه باندې ۲۴ زره افغانان کاناډا ته انتقال شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjmve8huqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته