کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایټالیا د افغانستان په لرغونو سیمو کې نیمګړې پروژې بیا پیلوي

27 عقرب 1401 ساعت 14:39

ايټالوي چارواکي وايي، دغه هېواد به د افغانستان په تاريخي او لرغونو سيمو کې نيمګړې پروژې بيا پيل کړي.


آوا: ځینو ایټالوی رسنیو د دغه هیواد د کلتوری، ښوونیز او ګرځندوی ریاست د مشرې کریسټینا مینګازی له قوله خبر ورکړی، چې د دغو پروژو کار به په ځانګړې توګه د افغانستان په تاریخي او لرغونو سیمو تمرکز وکړي.

 
د يادونې وړ ده، چې ايټاليا د طالبانو له نسکورېدو وړاندې په باميانو ولايت کې يو شمېر پروژې پيل کړې وې او اوس په پام کې لري، چې په باميانو کې هم دغو پروژو ته دوام ورکړي.
 
د تېر کال په اسد کې د جمهوري ریاست له ړنګېدو سره په هېواد کې د ډېرو پروژو د پلي کېدو چارې نیمګړې پاتې شوې.


د مطلب کود: 261101

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261101/ایټالیا-د-افغانستان-په-لرغونو-سیمو-کې-نیمګړې-پروژې-بیا-پیلوي

آوا
  https://www.avapress.com