دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 261101
ایټالیا د افغانستان په لرغونو سیمو کې نیمګړې پروژې بیا پیلوي
ايټالوي چارواکي وايي، دغه هېواد به د افغانستان په تاريخي او لرغونو سيمو کې نيمګړې پروژې بيا پيل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: ځینو ایټالوی رسنیو د دغه هیواد د کلتوری، ښوونیز او ګرځندوی ریاست د مشرې کریسټینا مینګازی له قوله خبر ورکړی، چې د دغو پروژو کار به په ځانګړې توګه د افغانستان په تاریخي او لرغونو سیمو تمرکز وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې ايټاليا د طالبانو له نسکورېدو وړاندې په باميانو ولايت کې يو شمېر پروژې پيل کړې وې او اوس په پام کې لري، چې په باميانو کې هم دغو پروژو ته دوام ورکړي.
 
د تېر کال په اسد کې د جمهوري ریاست له ړنګېدو سره په هېواد کې د ډېرو پروژو د پلي کېدو چارې نیمګړې پاتې شوې.
https://avapress.com/vdcgzq9xqak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته