کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید منزوي نه شي

28 عقرب 1401 ساعت 10:22

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د "منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې" په غونډه کې وویل چې افغانستان باید منزوي نه شي.


آوا: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان خلک هیر نکړی.

 
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې په غونډه کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي.
 
ولادیمیر نورووف وویل، ټول شموله حکومتول، د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی او له ترهګرو سره د اړیکو پرې کول د نړیوالې ټولنې غوښتنې دي او ازبکستان هم د دې ملاتړی دی.
 
د "اروپايي ټولنې او منځنۍ اسيا" په غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ٢٦مه جوړه شوې وه، د سيمې د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوريل هم حضور درلود.
 
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ژمنو د عملي کولو په موخه له طالبانو سره د همغږۍ او خبرو لپاره د یوې بین الافغاني مذاکراتي ډلې پر جوړولو خبرې وشوې.
 
ازبکستان د دې ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
 
ولادیمیر نوروف د افغانستان د انزوا او په یوه کرکه لرونکي هیواد باندې د بدلیدو د مخنیوي او د بشري وضعیت د حل لپاره د اقداماتو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې همغږي هڅې وکړي او د دغه هیواد له خلکو سره عملي مرستې وکړي.
 
هغه دا هم وویل چې نننی افغانستان نه یوازې د ننګونو او ګواښونو سرچینه ده بلکې د فرصتونو سرچینه هم ده.


د مطلب کود: 261113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261113/د-ازبکستان-بهرنیو-چارو-وزیر-افغانستان-باید-منزوي-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com