کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فواید عامې وزارت له موټر چلوونکو وغوښتل چې د ژمي لپاره دې تجهیز شي

28 عقرب 1401 ساعت 14:58

د هېواد د فواید عامې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په سالنګ کې به نن د شنبې په ورځ د عقرب ۲۸ مه د واورې ورښت دوام ولري. دغه وزارت له موټر چلوونکو وغوښتل چې په ژمنيو وسايلو سمبال شي او په سالنګ کې د مسوولينو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.


آوا: د فواید عامې وزارت نن شنبه (عقرب ۲۸) اعلان وکړ چې په سالنګو کې نن لږ واوره اورېدلې او تمه ده چې اوسنی وضعیت به د ورځې په اوږدو کې دوام وکړي.

 
دغه وزارت ویلي دي چې بار وړونکي موټرونه په احتیاط حرکت وکړي او مسافر وړونکي موټر د زنځیرونو سره په دوو لورو کې حرکت وکړي.
 
د فواید عامې وزارت له ټولو موټر چلوونکو او مسافرو څخه غوښتنه کړې، چې پر يادې لويې لارې د تېرېدو پر مهال له احتياطه کار واخلي او د مسوولينو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د سالنګ لويه لار د هېواد له مهمو لويو لارو څخه ده، چې کابل، مرکز او د هېواد سوېل د هېواد له شمال سره نښلوي.


د مطلب کود: 261137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261137/د-فواید-عامې-وزارت-له-موټر-چلوونکو-وغوښتل-چې-ژمي-لپاره-دې-تجهیز-شي

آوا
  https://www.avapress.com