دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 261137
د فواید عامې وزارت له موټر چلوونکو وغوښتل چې د ژمي لپاره دې تجهیز شي
د هېواد د فواید عامې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په سالنګ کې به نن د شنبې په ورځ د عقرب ۲۸ مه د واورې ورښت دوام ولري. دغه وزارت له موټر چلوونکو وغوښتل چې په ژمنيو وسايلو سمبال شي او په سالنګ کې د مسوولينو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د فواید عامې وزارت نن شنبه (عقرب ۲۸) اعلان وکړ چې په سالنګو کې نن لږ واوره اورېدلې او تمه ده چې اوسنی وضعیت به د ورځې په اوږدو کې دوام وکړي.
 
دغه وزارت ویلي دي چې بار وړونکي موټرونه په احتیاط حرکت وکړي او مسافر وړونکي موټر د زنځیرونو سره په دوو لورو کې حرکت وکړي.
 
د فواید عامې وزارت له ټولو موټر چلوونکو او مسافرو څخه غوښتنه کړې، چې پر يادې لويې لارې د تېرېدو پر مهال له احتياطه کار واخلي او د مسوولينو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د سالنګ لويه لار د هېواد له مهمو لويو لارو څخه ده، چې کابل، مرکز او د هېواد سوېل د هېواد له شمال سره نښلوي.
https://avapress.com/vdcfmyd0ew6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته