کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال ۷۵۰ فلسطینی ماشومان نیول شوي دي

29 عقرب 1401 ساعت 9:45

صهیونیسټي رژیم د روان کال له پیله تراوسه ۷۵۰ فلسطینی ماشومان نیولي دي. د فلسطین د حقوقي مرکزونو د راپور له مخې په دغو ماشومانو کې زیاتره یې د اسرائیلي پوځیانو له خوا د توقیف پر مهال له فزیکي او روحي شکنجو سره مخامخ شوي دي.


آوا: د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د نومبر له شلمې نیټې سره سمون خوری، د فلسطین د بندیانو کمیټه اعلان کړی چې یو شمیر دغه ماشومان د اسرائیلی پوځیانو له خوا د بندیانو په توګه ژوبل شوی دی.
 
اوس مهال ۱۶۰ ماشومان دصهیونیسټ رژیم په زندانونو کښې بندیان دی او له دغو ماشومانو څخه ۵ تنه په موقتی توقیف کښې دی .
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې دغه ماشومان د عفر، مجدو او الدامون په زندانونو کې بندیان دي، چې په دوی کې درې تنکي نجونې چې فهد حماد (۱۶ کلن)، زمزم القواسمه (۱۷ کلن) او جنت زیدات (16 کلن) د ال دامون په زندان کې بندیان دي.
 
صهیونیسټ رژیم له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې تراوسه څه دپاسه ۹۳۰۰ فلسطینی ماشومان بندیان کړی دی .
 


د مطلب کود: 261153

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261153/سږ-کال-۷۵۰-فلسطینی-ماشومان-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com