صادق خان او د صحت سرپرست وزير ملاقات/ پاکستان د هغو روغتونونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي چې دوی یې جوړ کړي دي
آوا: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې پرون شنبه (عقرب ۲۸) یې په اسلام آباد کې له قلندرعباد او ورسره پلاوي سره کتلي.
په دې غونډه کې صادق خان وویل چې د خیبر پېښور طبي پوهنتون به په افغانستان کې طبي ښوونځي جوړ کړي ترڅو هېواد د روغتیايي خدمتونو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پوهنتون سلګونه افغان ډاکټران روزلي دي.
صادق خان همداراز ټینګار کړی چې پاکستان به په افغانستان کې د جوړو شویو روغتونونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.