کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پخواني ولسمشر او ډیري دوسیی/ اشرف غني په یوه خیالي ځمکه کي اوسېده

1 قوس 1401 ساعت 10:29

په دې وروستیو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) ویلي چې اشرف غني په یوه خیالي ځمکه کې ژوند کاوه.


آوا - کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) چې په دې وروستیو کې یې د افغان حکومت د سقوط لاملونه څېړلي، په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر مایکل مکینلي له خولې ویلي چې ولسمشر غني د واقعیتونو څخه لیري او په یوه خیالي ځمکه کې ژوند کاوه.
 
د سیګار په وینا، د افغانستان له اندېښنو ډکو واقعیتونو نه د پخواني ولسمشر غفلت هم د هغه د ادارې په لومړیو ورځو کې یوه ستونزه وه.
 
د یادولو وړ ده چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په تېښته او د نظام په سقوط سره د افغانستان خلک له سیاسي، ټولنیز او اقتصادي اړخه له سختو حالاتو سره مخ شول.
 


د مطلب کود: 261286

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261286/پخواني-ولسمشر-او-ډیري-دوسیی-اشرف-غني-په-یوه-خیالي-ځمکه-کي-اوسېده

آوا
  https://www.avapress.com