کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې نور زرګونه جوماتونه فعال شوي دي

3 قوس 1401 ساعت 13:39

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د ۱۰۰۰ جوماتونو د فعالولو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د وږي په ۳ مه یې خپره کړې، راغلي چې دغه شمیر جوماتونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فعالو محتسبانو له خوا جوړ شوي دي.
 
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې تر اوسه ۴۰۰ جوماتونه په کابل، ۱۱۴ جوماتونه په بدخشان، ۱۴۷ جوماتونه په میدان وردګو، ۱۳۲ جوماتونه په لوګر، ۱۷۱ جوماتونه په پروان او ۱۸ جوماتونه په اروزګان کې فعال شوي دي.
 
د دې جوماتونو ملایان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  زارت له خوا ټاکل شوي دي.،خو اکثره ملایان او امامان د خپلو معاشونو او امتیازاتو له کموالي شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 261426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261426/په-افغانستان-کې-نور-زرګونه-جوماتونه-فعال-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com