کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فارياب کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ١٤ تنه مړه او ټپيان شول

7 قوس 1401 ساعت 10:03

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په جمعه بازار ولسوالۍ کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی آوا ته وویل، چې دا پیښه پرون مازدیګر ۴ بجې د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په وژل شويو کې يوه ښځه، يو ماشوم او دوه نارينه دي او ټپيان ښځې او ماشومان دي.
 
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
په داسې حال کې چې په تېره يوه اوونۍ کې په فارياب کې دا اوومه ترافيکي پېښه ده، چې تېره اوونۍ په دې پېښو کې ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 


د مطلب کود: 261561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261561/په-فارياب-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-١٤-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com