دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 261561
په فارياب کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ١٤ تنه مړه او ټپيان شول
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په جمعه بازار ولسوالۍ کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دا پیښه پرون مازدیګر ۴ بجې د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په وژل شويو کې يوه ښځه، يو ماشوم او دوه نارينه دي او ټپيان ښځې او ماشومان دي.
 
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
په داسې حال کې چې په تېره يوه اوونۍ کې په فارياب کې دا اوومه ترافيکي پېښه ده، چې تېره اوونۍ په دې پېښو کې ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
https://avapress.com/vdcg3q9xqak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته