کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتي ځواکونو لپاره د سمارټ ټلیفونونو په کارولو بندیز ولګول شو

9 قوس 1401 ساعت 10:36

د کندهار والي وايي، امنيتي ځواکونه د وظيفې پر مهال د سمارټ ټليفونونو د کارولو اجازه نه لري او د دې مقررې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.


آوا: د کندهار والي حاجي یوسف وفا د امنیت شورا تر غونډې وروسته د لا زیات امنیت د تامین په موخه د امنیه قومندانۍ، د قول اردوګانو د امنیتي ځواکونو لپاره د سمارټ مبایلونو د نه کارولو سپارښتنه وکړه.

 
د کندهار د والي ویاند حاجي زید آوا ته وویل: دا پریکړه په ښار او ولسوالیو کې د لازیات امنیت د تامین په موخه شوې، ترڅو هغه امنیتي ځواکونه چې په دندو بوخت دي، د خپلو دندو په اړه لا زیات پوه شي.
 
حاجي زید زیاته کړه: په دندو کې غفلت د اسلامي امارت د مسؤلینو لپاره د منلو وړ نه دی او د امنیت د تامین په برخه کې باید هر امنیتي ځواک هڅه وکړي چې د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې تر ټولو ښه کار وکړي.
 
د کندهار ولايت اوسېدونکي محمد جان آوا ته وويل: د کندهار ښار د امنيت شورا له دې پرېکړې ډېر خوښ دى، ځکه د ده په وينا، په دې وروستيو ورځو کې د شپې له خوا د موبايلونو او موټرسايکلونو د غلا پېښې زياتې شوې دي. د امنیتي ځواکونو د ګزمو غفلت، له همدې امله، دا ډول مثبت اقدامات کولی شي د امنیت بهیر ښه کړي.
 
د ښار د امنیت امر مجاهد احمد آوا ته وویل: امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت د تامین لپاره شپه او ورځ کار کوي، خو یو شمېر امنیتي ځواکونه د خپلو دندو په ترسره کولو کې د غفلت له امله بې غوري کوي.


د مطلب کود: 261657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261657/د-امنیتي-ځواکونو-لپاره-سمارټ-ټلیفونونو-په-کارولو-بندیز-ولګول-شو

آوا
  https://www.avapress.com