دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 261657
د امنیتي ځواکونو لپاره د سمارټ ټلیفونونو په کارولو بندیز ولګول شو
د کندهار والي وايي، امنيتي ځواکونه د وظيفې پر مهال د سمارټ ټليفونونو د کارولو اجازه نه لري او د دې مقررې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار والي حاجي یوسف وفا د امنیت شورا تر غونډې وروسته د لا زیات امنیت د تامین په موخه د امنیه قومندانۍ، د قول اردوګانو د امنیتي ځواکونو لپاره د سمارټ مبایلونو د نه کارولو سپارښتنه وکړه.
 
د کندهار د والي ویاند حاجي زید افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا پریکړه په ښار او ولسوالیو کې د لازیات امنیت د تامین په موخه شوې، ترڅو هغه امنیتي ځواکونه چې په دندو بوخت دي، د خپلو دندو په اړه لا زیات پوه شي.
 
حاجي زید زیاته کړه: په دندو کې غفلت د اسلامي امارت د مسؤلینو لپاره د منلو وړ نه دی او د امنیت د تامین په برخه کې باید هر امنیتي ځواک هڅه وکړي چې د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې تر ټولو ښه کار وکړي.
 
د کندهار ولايت اوسېدونکي محمد جان افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د کندهار ښار د امنيت شورا له دې پرېکړې ډېر خوښ دى، ځکه د ده په وينا، په دې وروستيو ورځو کې د شپې له خوا د موبايلونو او موټرسايکلونو د غلا پېښې زياتې شوې دي. د امنیتي ځواکونو د ګزمو غفلت، له همدې امله، دا ډول مثبت اقدامات کولی شي د امنیت بهیر ښه کړي.
 
د ښار د امنیت امر مجاهد احمد افغان غږ خبری آژانس ته وویل: امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت د تامین لپاره شپه او ورځ کار کوي، خو یو شمېر امنیتي ځواکونه د خپلو دندو په ترسره کولو کې د غفلت له امله بې غوري کوي.
https://avapress.com/vdccpsqim2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته