کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول

12 قوس 1401 ساعت 14:35

د بلخ سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په حیرتان ښارګوټي کې د دوو موټرونو د ټکر له امله د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: محمد اصف وزیری؛ د بلخ د پولیسو ویاند، آوا ته وویل، چې دا پېښه د جمعې په ورځ د قوس په ۱۱ مه سهار شپږ بجې د حیرتان ښارګوټي اړوند د "تازه امید" په سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه د کرولا او ډمټرک تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې پنځه تنه مړه او يو بل ټپي شوى دى.
 
وزيري زياته کړه، چې د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ټول قربانيان ملکي وګړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په شمال کې ترافيکي پېښې زياتې شوې او ډېرى يې د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى بلل کېږي.
 


د مطلب کود: 261782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261782/په-بلخ-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-پنځه-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com