کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امیر خان متقي له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتولو او د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

15 قوس 1401 ساعت 11:19

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تبادلې د زیاتوالي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کول مهم وبلل.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امیر خان متقي له مرتضوي سره په کتنه کې ټینګار وکړ: د ژمي د موسم په را رسیدو سره د اړتیا وړ توکو واردول له ایران څخه به زیات شي، نو د ایران حکومت باید سوداګرو ته د وارداتو به برخه کې اسانتیاوي برابر کړي.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې به همکاري وکړي.
 
په عین حال کې د ایران اسلامی جمهوریت د پاکستان په نسبت د افغانستان ترټولو ستر تجارتی شریک ګڼل کیږی.
 


د مطلب کود: 261910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261910/امیر-خان-متقي-له-ایران-سره-د-سوداګرۍ-زیاتولو-او-اسانتیاوو-رامنځته-کولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com