کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له هندي چارواکو او عبدالله عبدالله سره د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي سره لیدلي/ ویسټ: افغانان باید د خبرو رهبري او بڼه خپله کړي

15 قوس 1401 ساعت 16:29

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوه ټویټ په خپرولو سره هند ته د خپل سفر او د دغه هېواد له چارواکو او د سولې د عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره د لیدنې خبر ورکړی دی. د هغه په وينا، په نړيواله ټولنه کې اجماع شته چې افغانان دې د خبرو اترو مشري او بڼه خپله کړي.


آوا: نوموړي نن سهار (قوس ۱۵) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له ویاند او د دغه هېواد د ملي امنیت له مرستیال سره په افغانستان کې د هند او امریکا ګډې ګټې اړه خبرې کړې دي.
 
ویسټ وویل چې متحده ایالات د هند د سخاوتمندانه بشردوستانه مرستو او د افغانانو د اساسي حقونو لپاره د ژمنتیا ستاینه کوي.
 
د امریکا ځانګړی استازی وايي، په هند کې یې د افغانستان د پخلاینې د عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره کتلي او د افغانانو ترمنځ یې د ملي سیاسي ډیالوګ پر بیړنۍ اړتیا خبرې کړې دي.
 
هغه زیاته کړه چې په نړیواله ټولنه کې اجماع شته چې افغانان باید د خبرو اترو مشري وکړي او بڼه خپله کړي.
 
توماس ویسټ جاپان ته هم په یوه سفر تللی چې تمرکز یې پر افغانستان دی او متحده عربي اماراتو ته هم ځي.
 


د مطلب کود: 261938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261938/له-هندي-چارواکو-او-عبدالله-سره-د-افغانستان-په-چارو-کې-امریکا-ځانګړي-استازي-لیدلي-ویسټ-افغانان-باید-خبرو-رهبري-بڼه-خپله-کړي

آوا
  https://www.avapress.com