کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د یوه کور د نړېدو له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

16 قوس 1401 ساعت 11:50

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.


آوا: د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي آوا ته وویل: دغه پیښه تیره شپه اته بجې د دغه ولایت په «ضنیف» کلي کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې دغه پېښه د پرله پسې بارانونو او د يوه دوه پوړيز کور د راوتلو له امله رامنځته شوې ده.
 
د احمدي په وينا، د دې پېښې قربانيان د يوې کورنۍ ښځې، ماشومان او نارينه دي.
 
د بدخشان د والي مرستيال زياته کړه چې د ميمنې ولسوالۍ له مرکز څخه يو پلاوى د مرستې په موخه دغه کلي ته تللى دى. خو د سړک د خرابوالي له امله تر اوسه سيمې ته نه دي رسېدلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په سړه موسم کې درنې واورې او بارانونه د بدخشان اوسېدونکي قرباني کوي.
 


د مطلب کود: 261975

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261975/په-بدخشان-کې-د-یوه-کور-نړېدو-له-امله-۴-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com