دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 261975
په بدخشان کې د یوه کور د نړېدو له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه پیښه تیره شپه اته بجې د دغه ولایت په «ضنیف» کلي کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې دغه پېښه د پرله پسې بارانونو او د يوه دوه پوړيز کور د راوتلو له امله رامنځته شوې ده.
 
د احمدي په وينا، د دې پېښې قربانيان د يوې کورنۍ ښځې، ماشومان او نارينه دي.
 
د بدخشان د والي مرستيال زياته کړه چې د ميمنې ولسوالۍ له مرکز څخه يو پلاوى د مرستې په موخه دغه کلي ته تللى دى. خو د سړک د خرابوالي له امله تر اوسه سيمې ته نه دي رسېدلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په سړه موسم کې درنې واورې او بارانونه د بدخشان اوسېدونکي قرباني کوي.
 
https://avapress.com/vdcfeyd0tw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته